د افغان حکومت اجراییه رییس نن هلمند ته تللی دی.
په لښکرګاه کې په همدې هدف غونډه جوړه شوې چې تمه ده عبدالله عبدالله هم په کې وینا وکړي.
د هلمند والي میرزا خان رحیمي په دې غونډه کې وویل چې مرکزي حکومت باید د امنیت په ټینګښت او د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کې خپلې هڅې زیاتې کړي.
د حکومت اجراییه رییس له دې مخکې بلخ ته تللی و او هلته یې په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې وینا وکړه او د امنیت او سولې په راوستلو یې ټینګار وکړ.