ننګرهار: په اچین کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ جګړه عام خلک زیانمن کړي

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دوو وسله والو مخالفو ډلو تر منځ جګړو عام خلک زیانمن کړي دي.

د اچین ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو او داعش تر منځ جګړه له دوو ورځو راهیسې روانه ده.

ویل کیږي دغو دوو ډلو په یو بل د راکټونو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې هستوګن کورونه

ویجاړ کړي او خلکو ته هم په کې مرګژوبله اوښتې ده؛ خو دقیق شمیر یې نه دی معلوم.

د ننګرهار چارواکو دا مساله تر اوسه نه ده تایید کړې.