په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردوڅخه ۱۰۰۳ تنه سرتیري او بریدملان پرون فارغ شول.
د دې قول اردو چارواکي وایي، دا کسان به د هلمند ولایت په ګډون، په یو شمېرګاونډیو ولایتونو کې د اړوندو قول اردوګانو له خوا په دندو وګمارل شي.
د هلمند ولایت د ۲۰۱۵ قول اردو د روزنیز مرکز مشر ډګروال شاه ولي ځاځي وویل، فارغ شوي سرتیري او بریدملان به د هملند ولایت په ناامنو سیمو او دغه راز په نور ولایتونو کې د وطن خدمت کوي.
په دې وروستیو کې د هلمند ولایت په یو شمېرولسوالیو کې د تیر وخت په پرتله امنیتي ستونزې زیاتې شوي دي.