د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني په روسیه کې د شانګهاي همکارۍ سازمان د پنځلسمې مشریزې غونډې په څنګ کې د منګولیا له جمهور رئیس تاکخیا ایلبیګدورج سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکوپه ټینګولو خبرې وشوې او دواړو مشرانو په خپلو کې په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې د همکاریو زیاتولو ژمنې وکړې.
منګولیا له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د ملګروملتونو د امنیت ساتنې نړېوال ځواک (ايساف) کې ګډون کړی دی.
د افغانستان جمهوررئیس دغه رازد شانګهاي همکارۍ سازمان د غونډې په څنګ کې د تاجکستان له جمهوررئیس امام علي رحمان سره هم وکتل.
دواړو مشرانو په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخوکې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د همکاریو پر لارو چارو بحثونه وکړل.
په دې سربیره دواړو مشرانو د اورګاډي په دوو سیمه ایزو پروژو چې یوه یې د تاجکستان، افغانستان او ترکمنستان ترمنځ او بله یې د چېن، تاجکستان، قرغزستان، افغانستان او ایران په مسیر ده، هم خبرې وکړې.
د افغانستان او تاجکستان جمهورو رئسیانو دغه راز د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د برېښنا د انتقال د سترې پروژې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د طبیعي غاز د پایپ لاین د جوړولو په مسلو بحثونه وکړل.