الرایمي پرخپلو پلویانو غږ کړی دی چې پر امریکا بریدونه وکړي

په یمن کې د القاعده شبکې نوي مشر پرخپلو پلویانو غږ کړی دی چې پر امریکا بریدونه وکړي.

قاسم الرایمي وروسته ترهغې په یمن کې د القاعده مشر وټاکل شو چې د دې ډلې پخوانۍ مشرناصر الوحیشي د امریکا د بې پیلوټې الوتکې په یوې حمله کې له مینځه لاړ.

راپورونه وايي، قاسم الرایمي په یوه خپورشوي غږیزپیغام کې په خپلو څرګندونو کې د القاعده له مشرایمن الظواري سره خپل ائتلاف هم اعلان کړی دی.

نوموړي امریکایانوته په خطاب کې ویلي څومره چې موږ وژنۍ موږبه نورهم هوډمن کېږو، تاسو چې هر مشر وژنۍ بل به يې ځای نیسي.

په یمن کې د القاعده مشرته منسوب د دغه صوتي پیغام کره والي تراوسه نه دی تائید شوی.