ملګروملتونوپه یمن کې انساني مرستو لپاره یو غیرمشروط اوربند اعلان کړ.
دغه اوربند نن د یمن په وخت د ورځې په یوولسو بجو او نهه پنځوس دقیقو نافذیږي او د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه دوام کوي.
ملګروملتونو اعلان وکړچې یمن د بیړنۍ انساني مرستې دریمه درجه کې دی چې تر ټولو ستونزمن وضعیت دی او تقریبا د نیمایي سیمو خلک یې د خوراکي موادو بحران سره مخامخ دي.
له هغې نیټې راهیسي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن باندې هوایي بریدونه پیل کړي په تیروڅلورو میاشتو کې په دغه هېواد کې څه دپاسه درې زره کسان وژل شوي دي.
یو میلیون نورو کسانو خپل کورونه پریښي دي.