د افغانستان د کرکټ ملي ټیم، ټي ټونټي نړېوال جام ته د لارې موندلو په مسابقو کې پرون په ایډنبرګ کې هالنډ ته په ۳۲ منډو ماته ورکړه.
افغانستان په شلو اورونو کې د خپلو اوه لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۲ رنزونه وکړل او د هالنډ ټیم د ټولو لوبغاړو په سوځیدو په داسې حال کې چې دوه توپه یې پاته وو ۱۳۰ رنزه وکړل.
شیراغا همکارد کرکټ د ملي لوبډلې مدیر د پرونۍ لوبې په هکله ازادي راډیوته داسې وویل:
((ټولو افغانانو ته مبارکي وایم د نن ورځې د لوبې چې واقعا یوه په زړه پورې لوبه وه او خصوصا د افغانستان لپاره په ټورنمنټ کې د یوه ښه پیل او سټارټ د اخیستو لپاه ډیره ضروري وه چې خپله لومړۍ لوبه په خپله ګټه تمامه کړي.))
د افغانستان ټیم په دغو مسابقو کې نن د عربي اماراتو له ټیم سره مخامخ کېږي.