د فوټبال د نړېوال فدراسیون د اخلاقو کمیټې د فوټبال فدراسیون پر مشرچک بلېزر د ټول ژوند لپاره د سپورت بندیز ولګاوه.
اویا کلن بلېزرله ۱۹۹۶ کال راهیسې تر۲۰۱۳ کال پورې د فیفا د مشرتابه کمیټې غړی و.
بلېزرپه ۲۰۱۳ کال کې د نیویارک په فدرال محکمه کې اعتراف وکړ چې د فیفا د مشرتابه د کمیټې له نورو غړو سره په ۱۹۹۸ کال د نړېوال جام د لوبو لپاره د بډو په بدل کې د مراکش د غوره کولو د ناکامې او په ۲۰۱۰ کال کې د جنوبي افریقا د غوره کولو د بریالۍ هڅې په توطئه کې شامل و.
د فیفا د اخلاقو کمیټې نن وویل، بلېزرد بډو په وړاندیز، منلو او په غیر قانوني ډول د پیسو د ورکولو په جریان کې مهم رول لاره.