م.م: له۴میلیون زیات کسان په سوریه کې له خپل هېواده وتلو ته اړ شوي

ملګري ملتونه وايي چې له څلورمیلیون زیات کسان په سوریه کې د جګړې له کبله له خپل هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د ادارې UNHCR مشر انتونیو ګوتېرېس Antonio Guterres نن وویل، د سوریې کډوال چې د سیمې په هېوادونو کې ځای پرځای شوي له ۱۹۹۲ کال راهیسې له یوه هېواده د جګړې له کبله د خلکو د وتلو ترټولو لویه شمېره ده.

په ۱۹۹۲ کال کې ملګروملتونو له هغو شاوخوا ۴،۶ میلیونه کډوالو سره مرسته کوله چې د افغانستان د جګړې له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو.

د ملګروملتونو د راپورله مخې له سوریي څخه د څه باندې څلور میلیونه وګړو پر وتلو سربېره د دې هېواد شاوخوا اوه اعشاریه شپږ میلیونه وګړي په کور کې دننه بېځایه شوي دي.