ځوانانو ته کوم ډول ويډيويي لوبې ټاکل په کار دي؟

ګڼ هغه ځوان چې پخوا به یې خوسۍ کولې، تیګه به یې اچوله، توپ ډنډه او یا ځینې نورې لوبې به یې کولې، اوس د ټيکنالوجۍ له پرمختګ سره په خپلو موبایلونو، کمپیوټرونو او ای پاډونو کې ویډيوګیمونه کوي.

په دې نه غږیږو چې صحت ته یې هغه ګټور وو او که ده، بلکې په دې غږیږو چې دوی په ويډيوګیمونو کې کوم ډول ګیمونه یا لوبې باید وټاکي چې فکري او ذهني ودې ته یې ګټه ورسوي.

ځوانان ویډيوګیم یا ویډيويي لوبې عموماً په موبایلونو، کمپيوټرونو او ای پاډونو کې کوي.

دغه ګیمونه یا لوبې اکثره د سي ډي یا د ډي وي ډي په واسطه کمپيوټر، لپ ټاپ او یا آي پاډونو ته ښکته کیږي.

کارپوهان وايي چې د پرله پسې کار کولو تر منځ که وقفه او یا تفریح وشي نو ذهني آرامي رامنځ ته کوي او د لا ډیر کارکولو انرجي انسان ته ورکوي. ويډیوګیم یا ويډيويي لوبې که د ستړیا پرمهال د تفریح سبب کیدلی شي نو کله کله ځينې کسان ورباندې معتاد یا روږدي کيږي هم.

ايجينر نجیب الرحمن صبوري هم له هغو ځوانانو دی چې وډيوګیم یې خوښيږي، فوټبال او ځينې نورې ورزشي او روزنیزې لوبې پکې کوي، صبوري وايي چې ویډیوګیمونه یا ویډيويي لوبې کول کوم ناسم کار نه دی، خو که چېرې له دې ځان وساتل شي چې ورباندې عملي یا روږدي نه شو، دی وايي له ځینو هغو جنګي او له تاوتریخوالي ډکو وډيوګیمونو هم باید ځانونه وساتو چې په روح او روان مو منفي اغیز کوي.

انجينیرصبوري د ځینو هغو ګیمونو یا ویډيويي لوبو یادونه هم کوي چې د یو شمیر خاصو کسانو لکه د سرتیرو لپاره جوړ شوي چې عام خلک یې باید ونه کړي او د ځینو نورو ګټورو ویډيوګیمونو په یادولو سره وايي چې باید داسې ګیمونه انتخاب کړو چې د ذهني پياوړتیا سبب مو وګرځي، لکه د ټايپينګ تيزولو لپاره ځینې خاص ګیمونه، ځينې هغه ګیمونه چې کیسۍ (معماوې) پکې حل کیږي او ځينې ورزشي لوبې چې د ګیمونه په ډول دي.

تاندې څانګې پر فیسبوک پيدا کړئ، پته ده:
http://Facebook.com/tandysangy
او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:
http://shafaqn@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار یې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې