مالیزیا د ملګروملتونو د پریکړه لیک یوه مسوده د دې سازمان پر غړیو وویشله

مالیزیا پرون د ملګروملتونو د پریکړه لیک یوه مسوده د دې سازمان پر غړیو وویشله چې له مخې به یې په اوکراین کې د نسکورې شوې الوتکې د پیښې د عامیلینو د محاکمه کولو لپاره یوه خپلواکه نړېواله محکمه جوړیږي.

د دغه اقدام په وړاندې روسیې سخت غبرګون ښکاره کړ او ویې ویل چې د دغې پیښې د عاملینو په وړاندې اقدام له وخته مخکې خبره ده.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ګینادي ګاتیلوف پرون د ټویټر له لارې وویل چې روسیه د یوې محکمې د جوړیدو مفکوره ځکه ردوي چې تر اوسه د پیښې په اړه څیړنه نه ده بشپړه شوې.

د هالنډ په مشرۍ نړېوالې څیړنې نتیجه به تر اکتوبر میاشتې پورې اعلان نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې څارنوالان په دې باور دي چې شواهد ښیي چې دغه الوتکه به د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بیلتون پالو له خوا ځمکې نه هوا ته د توغندي په ذریعه رانسکوره شوې وي.

روسیه په دې پیښه کې چې نژدې درې سوه کسان په کې ووژل شول، هر ډول لاس لرل ردوي.

د ملګرو ملتونو له وړاندیزه د روسیې رضایت ځکه مهم دی چې دا هېواد د امینت شورا دایمی غړی دی چې د ویټو حق لري.