د جرمني صدراعظم انګیلا میرکل د بالکان د حوزې هېوادوته ډاډ ورکړچې په اروپايي اتحادیه کې د دوي د ګډون لپاره به غیر ضروري ځنډ نه کېږي.
میرکل پرون البانیا، سربیا او بوسنیا ته دوه ورځنی رسمي سفرپیل کړ.
دې د البانیا د صدراعظم سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل:
((زه درته ویلای شم چې هیڅ غیر ضروري ځنډ به نه کېږي او ستونزې به نه جوړیږي.))
د جرمني صدراعظمې پرون په بلګراد کې د سربیا د صدراعظم سره هم وکتل او ویې ویل چې د بالکان په لویدیځو هېوادو کې به د غیرقانوني کډوالو د ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي.
انګیلا میرکل نن سراییوو ته ځي.