د افغانستان بانک د ریاست لپاره کاندید خلیل صدیق او د سترې محکمې د عالي شورا د غړیتوب لپاره کاندید یوسف حلیم له ولسي جرګې څخه د باور رایه واخیسته.
خلیل صدیق او یوسف حلیم وکړای شوچې د جرګې له لوري له سلوڅخه زیاتې د تایید رایې واخلي.
خو د سترې محکمې د عالي شورا لپاره بلې کاندیدې انیسې رسولي ونه شو کړای څو د ولسي جرګې له لوري ۵۰+ ۱ رایې لاسته راوړي.
د افغانستان ولسي جرګې له حکومته وغوښتل څو د دغه پوسټ لپاره نوی کس ور معرفي کړي.