د ملي وحدت حکومت اجرایي ریس وايي چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو ترڅنګ حکومت د ملي او اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره تیار دي.
عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن بلخ ولایت ته په خپل سفرکې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولینو ته د وینا پرمهال وکړې.
نوموړي وویل، لکه څرنګه چې په هېواد کې د سولې د تامین لپاره غږ پورته کړی، نو د هېواد د امنیت ټینګښت ته به هم کار وکړي:
((زموږ پیغام مخالفینو ته دا دی، لکه څنګه چې موږد سولې د تامین لپاره په ریښتیني ډول غږ پورته کړی، نو په همغه شان د ملي او اسلامي ارزښتونو او خلکو د دفاع لپاره تیارو یو.))
ښاغلي عبدالله دغه رازپه افغانستان کې د استخباراتي سازمانونو د فعالیتونو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.