روسیه د سربیانو سره ژمنه وکړه چې د امنیت د شورا د یوه پریکړه لیک مخه به نیسي

روسیي سربیا او بوسني سربیانو سره ژمنه وکړه چې د امنیت د شورا د هغه پریکړه لیک مخه نیسي چې په ۱۹۹۵ کال په سربرینیڅا کې د مسلمانانو ګڼه وژنه عام قتل ګڼي.

له دغې ژمنې وروسته د سربیا صدراعظم وویل چې د دغې وژنې د یادونې په مراسمو کې برخه اخلي.

وروسته له دې چې الیکسند ووچیس د روسیې او چین څخه ډاډ ترلاسه کړچې دوی په امنیت شورا کې خپل ویټو حق کاروي پرون یې په بلګراد کې وویل چې د شنبې په ورځ د دغې وژنې د شلم تلین په مراسمو کې برخه اخلي.

هغه وویل چې روسیې او چین ورسره ژمنه کړې چې د داسې یوه پریکړه لیک صادرولو ته به اجازه ورنه کړي چې سربیا او د سربیانو د جمهوریت سپکاوی کوي.