ولسمشرغني رسماً له طالبانو سره مخامخ خبرې تائید کړې

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي: له کابله یو پلاوی اسلام اباد ته تللی څو د سولې د بشپړو مذاکرو د رسمي پیل لپاره، د طالبانو له استازو سره مخامخ خبري وکړي.

دا اول واردی چې ولسمشرغني رسما، له طالبانو سره مخامخ خبرې تائید کړئ.

د ارګ خبرپاڼې پرون [سه شنبه] د ولسمشرغني په حواله وویل: د دې لیدنې هدف د دوامدارو خبرو پيل او د باور رامنځ ته کول دی.

د پاکستان صدراعظم دا خبرې یو ستر پرمختګ بللی دی.

نوازشریف چې اوس مهال په ناروې کې دی، پرون پرخپل دولتي ټلویزیون په وینا کې، دا مثبت پرمختګ بللی او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان د ثبات لپاره به ښې پایلې ولري.