په اتمه حوزه کې وسله واله حمله د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېده

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل اتمه امنیتي حوزه نن د وسله والو مخالفینو د یوې انتحاري او یوې ډله ییزې حملې شاهده و. وسله والو مخالفانو نن د اتمې امنیتي حوزې اړوند د ملي امنیت پرشعبې ډله ییزه حمله وکړه او په یوه بله پيښه کې بیا تر غرمې مخکې په همدې حوزه کې د بهرنیانو پر موټر انتحاري حمله وشوه.