د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې ټاکل شوې امریکا د روان کال ترپای پورې شل۲۹ A الوتکې افغانستان ته وسپاري.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې دغه الوتکې ښه جنګي ظرفیت لري او دوی به د عملیاتو پر مهال ورڅخه لازمه استفاده وکړي:
((دا الوتکې توپ هم لري بم هم انتقالولای شي او ماشیندار هم لري، دا حمایوي الوتکې دي چې د ځمکنیو قواو سره د عملیاتو پرمهال مرسته کوي او د روان کال تراخیر پورې وعده کړې ده چې دغه شل الوتکې افغانستان وسپاري.))
ښاغلي وزیري وویل چې دغه الوتکې د برازیل او امریکا له خوا جوړې شوي چې دا مهال یې افغان پیلوټان په متحده ایالاتو کې په زده کړه بوخت دي.
هغه وویل چې افغان سرتیرو ته د یادو طیارو ورکول به د عملیاتو پرمهال د افغان سرتیرو ستونزي راکمې کړي.