په لغمان ولایت کې څلورو تنو وسله والو ته مرګ ژبله اوښتې

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته ویلي چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د باد رو په سیمه کې د محلي پولیسو او د دولت وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه شوې چې ترنیم ساعته يې دوام وکړ.

ځواک وايي، په دې نښته کې د عبدالخالق په نامه د وسله والو مشهورقومندان وژل شوی او د هغه ساتوونکې زخمي شوی دی.

نوموړی وايي، د همدې ولسوالۍ د سالاب په سیمه کې هم نن سهار وختي د محلي پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې دوه تنه وسله وال ټپيان شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو په لغمان کې د تیرې شپې نښتو په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.