سعودي چارواکي وایي، د کویټ په یوه مسجد کې د جون د ۲۶ ځان وژونکې حملې په تړاو یې درې سعودي وروڼه نیولي دي.
د کویټ ښار د شیعه ګانود مسجد د حملې مسولیت اسلامي دولت ډلې منلی و.
د سعودي رسمي خبري اژانس د کورنیوچارو وزارت اعلامیه خپره کړي چې وایي، د مشکوکو یو تن د کویټ پولي ته نږدې په خفجې سیمه کې هغه مهال ونیول شو چې پرامنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې.
اژانس وایي، بل کس په کویټ کې او دریم مشکوک د سعودي په جنوبي ښارطایف کې نیول شوی دی.
کویټي چارواکو ویلي، د شیعه ګانو پرمسجد حملې په تړوا ممکن له څلویښتو زیات کسان تورن وپیژندل شي.