د ایران د اټمي پروګرام د توافق لپاره ښايي نور وخت ته اړتیا وي

د ایران د اټمي پروګرام په اړه یوې تاریخې موافقې ته د رسېدو په مقصد اوږدې خبرې پرون بیا د شپې تر ناوخته پورې روانې وې او دواړو خواوو ویل چې د توافق لپاره ښايي نور وخت ته اړتیا وي.

سپینې ماڼۍ وویل چې د جولای د اوومې نېټې له ټاکلي مهلت څخه بیا اوښتل قطعا امکان لري او د ویانا د خبرو یوه ګډونوال ایراني مقام وویل، ان که خبرې د جولای له نهمې نېټې څخه هم وړاندې وغځېږي قیامت نه کېږي.