د فرانسې او جرمني مشران وايي، په یورو زون کې د یونان د پاتې کېدو لپاره د خبرو باب پرانستی دی.
د فرانسې صدراعظمې انګیلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ پرون په پاریس کې په خپل منځ کې له کتنې وروسته د یونان له حکومته وغوښتل چې ژر یو نوی وړاندیز وکړي.
تمه ده چې نن د یورو زون د هېوادونو مشران په بروکسل کې سره وویني.
نننۍ عاجله غونډه هم د فرانسې او جرمني مشرانو بللې ده.
پرون د پیسو د نړېوال صندوق یا ای ایم ایف ريیس وویل چې د یونان له حکومت سره مرستې ته تیار دی.