دفاع وزارت په پکتیکا کې خپلو ټولو قطعاتو ته لار ښوونه کړې چې د دښمن د تحرکاتو مخه ونیسي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې په پکتیکا کې یې خپلو ټولو قطعاتو ته لار ښوونه کړې چې د دښمن د تحرکاتو مخه ونیسي.

د دې وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري نن خبریالانو وویل چې خپلو قوتونو ته یې امر کړی څو د هغو کسانو په وړاندې ودریږي چې د ډیورنډ کرښې نه افغانستان را اوړي.

خو د یو شمېر راپورونو په اساس پاکستاني پوځيانو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ډیورند کرښې ته نږدې تحرکات پیل کړي او هلته يې یوه سرحدي دروازه هم جوړه کړې ده.

همدارنګه د پکتیکا والي امین الله شارق ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني پوځیانو ډیورنډ کرښې ته نږدې زغروال وسایط هم ځای پرځای کړي دي.