د نړۍ د عیسویانو مشرپاپ فرانیسس، د ایکوادورمرکز قویتو ته ورسید

د نړۍ د عیسویانو مشرپاپ فرانیسس د جنوبي افریقا درېیو بې وزلو هېوادو ته د خپل اته ورځني سفرپه لومړي قدم کې د یکشنبې په ورځ د ایکوادورمرکز قویتو ته ورسید.

پاپ به په دې سفرکې بولویا او پراګوایي ته هم لاړشي، خو خپل پلرنې هېواد ارجنټاین ته به سفر ونه کړي.

د نړۍ د عیسویانو مشرد قویتو هوایي ډګرکې د وینا پرمهال وویل، د ټولنې هر وګړی باید د نړۍ له پرمختګ نه ګټه واخلي.

واتیکان وایي، پاپ به د خپل سفرپه جریان کې د بې وزلۍ مسالې ته زیات پام وکړي.