د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه په خبرو کې حقیقي پرمختګ شوی خو زیاتوي چې لاهم دا خبرې هغه پړاو ته نه دي رسېدلي چې باید رسېدلي وای.
ښاغلي کري وویل، هغه وخت را رسېدلی چې ولیدل شي ایا توافق ته رسېدل امکان لري کنه.
ښاغلي کري په ویانا کې د نړۍ د شپږو قدرتونو او تهران د خبرو په نهمه ورځ د ایران د بهرنیوچاروله وزیر جوادظریف سره له غونډې وروسته وویل:
((اوس هدف پردې هڅه تمرکز کوو چې دا کار په ټاکلي مهلت کې دننه بشپړ کړو.
دا موهدف دی او موږ به ټول لازم فشار وکاروو څو ور ورسېږو. لکه څنګه چې موږ ټولو ویلي، اوس مهال د جولای د اوومې خوا ته چې مهلت ټاکل شوی پرمخ ځو.))
ښاغلي کري د خپل ایراني سیال څرګندونوته چې وايي، دواړه لوري له دې مخکې هېڅکله نه وو، سره نژدې شوي اشاره وکړه او ویې ویل، له دې وینا سره موافق دی خو دا خبرې پرسم او ناسم لوري تلای شي.
کري خبرداری ورکړ چې د ایران د ناغېړۍ په صورت کې امریکا د خبروله بهیره وتلو ته چمتو ده.