په کندهار کې بمي چاودنې درې تنه وژلي او ۱۳نور یې ټپیان کړي

د کندهار چارواکي وايي چې پر یو موټرسایکل د ځای پرځای شوي بم د چاودنې په پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفترپه یو بیان کې ویلي، د کندهار ښار د نوي سرک په چوک کې دې چاودنې یو پولیس، یوه مېرمن او یو سړی وژلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.