د نايجريا په مرکزي ښار جوس کې دوې چاودنې وشوې

پرون د نايجريا په مرکزي ښار جوس کې دوې چاودنې وشوې.

عيني شاهدان وايي يوې چاودنې يو رستوارنټ په نښه کړ او بلې يو مسلمان ملا، چې له سخت دريځې بوکوحرام ډلې سره يې اړيکې شلولې وې.

د پوليسو يوه وياند تاييد کړه، چې په جوس کې دوې چاودنې شوي، خو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ويل.

عيني شاهدان وايي ګڼ مړي او ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

چا د دغو چاودنو مسووليت نه دى منلى. خو د پلاتو په پلازمېنه جوس کې وخت ناوخت د بوکوحرام سخت دريځې ډلې له خوا حملې کېږي.