په جلرېز کې تصفيوي عمليات روان دي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ميدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ د وضعيت د څېړلو لپاره يو هيئت وټاکه.

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه هيئت به دې ولسوالۍ ته سفر کوي او د وروستۍ پېښې څرنګوالى به څېړي.

د پنج شنبې په ورځ يوه ډله وسلوالو پر دې ولسوالۍ بريد وکړ چې په نتيجه کې يې خپله بريدګرو او محلي پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ميدان وردګ د والي وياند وايي په جلرېز کې تصفيوي عمليات روان دي او د ناامنيو ستونزه په کې حل شوې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنيو چارو وزير، لوى درستيز او نورو چارواکو هم پرون دغې ولسوالۍ ته سفر کړى و.

صالح محمد صالح د والي له وياند عطاالله خوږياڼي سره مرکه کړې، په پيل کې يې پوښتلى چې په جلرېز کې وروستى وضعيت څه دى؟

Your browser doesn’t support HTML5

له عطا الله خوږياڼي سره مرکه