فعالان: د جلریزپه پيښه کې افغان امنیتي چارواکو بې غوري کړې

د مدني ټولنو یو شمېرغړي او د افغانستان د کار او توسعه حزب وايي چې د میدان وردګ د جلریز ولسوالۍ په پيښه کې افغان امنیتي چارواکو بې غوري کړې ده.

دوی نن په کابل کې په دووجلاناستو کې وویل چې د یادې پيښې په اړه باید د میدان وردګ له والي، امنیه قومندان او نورو امنیتي چارواکو څخه پوښتنه وشي.

وسله والو طالبانو تیره پنجشنبه په جلریز ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو په حمله کې ګڼ شمېرمحلي پولیس مړه او ټپیان کړل.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني یوه پلاوي ته دنده ورکړې ترڅو یاده پيښه وڅیړي.