په ننګرهار کې د مقناطیسي ماینونو د جوړلو او انتقال په تور څلور تنه نیول شوي دي.
د دې ولایت امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد رسنیو ته وویل چې یاد کسان تیره شپه د جلال اباد ښارپه څلورمه حوزه کې د یولړعملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
شیرزاد زیاته کړه چې نیول شوو کسانو ګڼ شمېر ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلود.
د یو بل خبرله مخې په یاد ولایت کې ۱۲ وسله وال طالبان د سولې له بهیرسره یوځای شول.
د دې ولایت د سولې شورا د سیمه ییز دفتر مشرملک نذیر رسنیو ته وویل چې یادو کسانو خپلې یوه اندازه وسلې هم افغان حکومت ته سپارلي دي.