د روسيې د کارګو يوه فضايي بيړۍ له ډيرو هڅو وروسته د نړيوالې فضايي اډې ته په برياليتوب رسېدلې ده.
په دې بيړۍ کې ۲،۳۰۰ کيلو ګرامه اکسيجن، تيل، خوراک او ساينسي سامان لېږل شوی دی.
تېره اوونۍ، د امريکا ساخت فالکن راکټ چې له فلوريډا ايالت والوت، څو شېبې وروسته په هوا کې د آکسيجن د زيرمې د چاودلو له کبله شنډ شو.
په اپرېل مياشت کې له قزاقستان څخه توغول شوې بيړۍ ونه توانېده چې هدف ته ورسيږي ځکه چې له هغې سره د اداره کولو د سيستم اړيکې قطع شوې او بيړۍ په فضا کې وسوځېده.
ټاکل شوې ده راتلونکې مياشت د جاپان يوه بيړۍ به په نړيواله فضايي اډه کې د عملې لپاره سامان وړي.