د فرخندې د قتل د قضيي په اړه د لویې څارنوالۍ د کارونو نیمګړتیاوې څيړل کیږي

ولسمشراشرف غني وايي چې د فرخندې د قتل د قضيي په بېلابېلو اړخونو کې د لویې څارنوالۍ د کارونو نیمګړتیاوې څيړل کیږي.

له جمهوري ریاسته په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي چې باید د هر وګړي په وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

ولسمشر غني د فرخندې د قتل د دوسیې د عادلانه حلولو په برخه کې عدالت غوښتونکي ډلې سره د لیدنې پر مهال وویل چې اوس هم په استناف محکمه کې د فرخندې د قتل دوسیه نه ده بشپړه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د استناف محکمې یوې سرچیني تر دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د فرخندې د قتل په قضیه کې د څلورو تنو د اعدام حکم شلو کالو بند تبدیل شو.