مشرانو جرګې د روان امنیتي وضعیت له امله اعتراض وکړ

مشرانو جرګې غړو په هېواد کې د روان امنیتي وضعیت او یادې جرګې ته د حکومتي چارواکو د نه پاملرنې له امله اعتراض وکړ او د جرګې دروازه یې د موقت وخت لپاره وتړله.

د مشرانو جرګې مشرفضل الهادي مسلمیار خبریالانو ته وویل، تر راتلونکې چهارشنبې به د جرګې دروازه تړلې وي او که یې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

مشرانو جرګې نن هم د بهرنیو چارو وزیر خپلې استجوابیه غونډې ته ورغوښتی وو، خو صلاح الدین رباني دې غونډې ته حاضر نه شو.