په داسې حال کې چې د اتريش په پلازمېنه ويانا کې د ايران د اټمي پروګرام په اړه د موافقې احتمال زيات شوی دی چې له مخې به يې د دې پروګرام د محدودولو په بدل کې پر ايران لګول شوي اقتصادي بنديزونه ليري کړل شي، اسرايل د داسې موافقې د خطرونو په اړه خپلې خبردارۍ زياتې کړي دي.
د اسرایيل صدراعظم بنيامن نتنياهو ايران د نړۍ تر ټولو خطرناکه هېواد بللی دی. ده وويل:
((له هغه شېبې چې بنديزونه ايسته شي، لسګونو حتى سلګونو مليارده ډالربه د ايران اقتصاد ته بهيږي او دا داسې بهير دی چې بيرته نشي پر شا کېدای.))
ده د پنجشنبې په ورځ ويلي چې پر اسرایيل د داعش سخت دريځې ډلې له خوا د توغنديو اورېدل د اټمي وسلو سمبال ايران په پرتله هيڅ هم نه دي.