سربيا: روسيه دې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يوه پرېکړه ليک ته رايه ورکړي

راپورونه وايي، سربيا له روسيې غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يوه پرېکړه ليک ته رايه ورکړي چې له مخې به يې په سربرنيڅا کې د بوزنيا د جګړې پرمهال د ٨زره مسلمانو نارينه او هلکانوعامه وژنه، نسلوژنه وبلل شي.

د سربيا دولتي ټلويزيون پرون راپور ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر توميسلاف نيکوليڅ خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته يو ليک لېږلى او په هغه کې يې له روسيې غوښتي چې په امنيت شورا کې دغه پرېکړه ليک ته مخالفه رايه ورکړي.

ټاکل شوې دغه پرېکړه ليک بله اوونۍ رايې اخيستې ته وړاندې شي.

لوېديځو هېوادونو او روسيې په ملګروملتونوکې په دې اړه مباحثې کړي چې ايا دغه وژنې بايد نسلوژنه وبلل شي که نه؟

روسيه چې له سربيا سره ژورې تاريخي او مذهبي اړيکې لري، د پرېکړه ليک يوه بله مخالفه مسوده وېشلې چې د سربرنيڅا يا هم نسلوژنې يادونه په کې نه ده شوې.

د بريتانيا له خوا د برابر شوي پرېکړه ليک د ١٩٩٥م کال د جولاى مياشتې د ډله ييزې وژنې د شلمې کاليزې ياد تازه کول دي.

د ملګرو ملتونو محکمو دغه وژنې، نسلوژنه بللې ده.