ارمستان: اعتراض کوونکو د برېښنا د بيو د لوړېدو په باب تازه غوښتنې مطرح کړې

په ارمستان کې اعتراض کوونکو د برېښنا د بيو د لوړېدو په باب تازه غوښتنې مطرح کړې دي.

دوى ويلي: که غوښتنې يې ونه منل شي، خپل اعتراضونه به هره شپه د ارمنستان د ولسمشر تر دفتره پورې ورسوي.

د دغو اعتراضونو يوه تنظيموونکي ډېوېډ سانازيريان پرون په پلازمېنه يريوان کې وويل:

د ارمنستان ولسمشر سرژ سرکيزيان ته يې خپلې درې غوښتنې مطرح کړي دي.

لومړى دا چې د دغه هېواد د عامه خدماتو ادارې تصميم چې له کبله يې د برېښنا بيې ١٦فيصده زياتې شوي، باطل اعلان کړي. دويمه دا چې د پوليسو هغه افسران مجازات کړي، چې د جون په ٢٣مه يې د مظاهره چيانو په وړاندې له تاوتريخوالي ډک چلند کړى و او درېيمه دا چې د برېښنا اوسنۍ تعرفې دې راټيټې شي.

دا مهال د پلازمېنې يريوان په ځينو سړکونو کې خلکو خېمې وهلي او خپل اعتراضونه يې جاري ساتلي دي.

د ارمنستان پوليسو پرون وويل، چې اعتراض کوونکو ځينې پاروونکي اقدامات هم کړي دي.