په سلګونو کسانو د ترکيې په استانبول ښارکې په چين کې د ايغوراقليتونو په وړاندې د چين د ناوړه چلند په اعتراض مظاهره وکړه.
دغه ډله چې له ترکيې سره کلتوري اړيکې لري، د چين د حکومت تر واکمنۍ لاندې له کلتوري او مذهبي فشارونو شکايت لري.
په استانبول کې مظاهره چيانو له ځانونو سره د اويغور د ټاټوبي بيرغونه لېږدول او له چينايي محصولاتو سره د بايکاټ غوښتنه يې وکړه.
دغه مظاهره سوله ييزه وه، خو د ترکيې دوګان خبري اژانس وايي چې يوه ډله ملتپالو هڅه وکړه، چې د کوريايي سيلانيانو پر يوه ډله، چې د چينايي ملتپالو ګومان يې ورباندې کړى و، حمله وکړي.
پوليسو دغه سيلانيان وژغورل.
ويل کېږي اويغور اقليت مسلمانان په چين کې د عبادت او په رمضان مياشت کې د روژې نيولو حق نه لري، ځکه نو د چين او ترکيې ترمنځ پر دې مسئله اړيکې ترينګلې شوې دي.