امریکايي سناتور: افغان ځواکونو لا هم د بهرنیو پوځیانو موجودیت ته سخته اړتیا لري

یو لوړپوړی امریکايي سناتور جان مککین وايي؛ که څه هم افغان پوځیانو ښه پرمختګ کړی؛ خو لا هم د بهرنیو پوځیانو موجودیت ته سخته اړتیا لیدل کیږي.

ښاغلي مککین نن په یوه کنفرانس کې ویلي که افغان پوځیان په جګړو کې برلاسه دي؛ خو مخالفینو هم ثابته کړې چې بیلابیلې سیمې ان مرکز کابل هم خپل هدف ګرځولای شي.

سناتور مککین وویل که بهرني پوځیان یواځې په سفارتونو پورې محدود شي شته لاسته راوړنې به له جدي خطر سره مخ شي:

((دا واضحه ده چې په اوس وخت کې مکمله وتل او یا په سفارتونو باندې د ماموریتونو محدودول به هغه څه چې موږ ترلاسه کړي په یوه جدي خطر کې واچوي.))

د امریکا دا لوړپوړی سناتور په داسې حال کې د طالبانو او اسلامي دولت له مخ په زیاتیدونکو حملو انديښنه ښکاره کوي چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې جګړې روانې دي خو افغان حکومت د افغان پوځ په پیاوړتیاوو ټینګار کړی دی.