معصوم ستانکزی ونه توانید چې د افغانستان د دفاع وزارت د څوکۍ لپاره د ولسي جرګې د باور رایه وګټي.
د ولسي جرګې رییس وویل چې ښاغلي ستانکزي باید د نصاب له مخې ۱۰۷ تایید رایې ګټلې وای؛ خو یواځې ۸۴ وکیلانو مثبت رایې ورکړې.
((معصوم ستانکزی ونه توانید چې د ولسي جرګې د وکیلانو باور خپل کړي. د افغانستان له جمهور رییس غواړو چې ډېر ژر یو بل کس د دفاع وزارت لپاره کاندید کړي.))
معصوم ستانکزی چې له څو اونیو یې د دفاع وزارت سرپرستي هم کوله نن یې په ولسي جرګه کې خپل کاري پلانونه هم بیان کړل او بیا ورته د رایې ورکونې په خاطر صندوقونه کېښودل شول.
ولسي جرګې په داسې حال کې د دفاع وزارت کاندید معصوم ستانکزي ته د تایید رایه ورنه کړه چې تل د دفاع وزیر د نشتوالي په سر انتقادونه شوي دي او د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو یو لامل بلل شوی دی.