فاریاب: د ۴ شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو د اکمالاتو مسوول ونیول شو

د فاریاب امنیه قومانداني د فاریاب ولایت په ګډون د شمال د څلورو ولایتونو لپاره د طالب وسله والو د اکمالاتو د مسوول ملا محمد نبي د نیولو خبر ورکوي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سید مسعود یعقوبي وايي؛ ملانبي چې سرپل، غور، بادغیس او فاریاب ولایتونو ته له یوه ګاونډي هېواد څخه اکمالات رسول په ګرزیوان ولسوالۍ کې د امنیتي مامورینو له خوا ونیول شو.

یعقوبي د ګاونډي هېواد نوم یاد نه کړ، خو چارواکو مخکې له دې هم په دې مواردو کې پاکستان ته ګوته نیولې. ښاغلي یعقوبي همدراز وویل چې ملانبي د دولتي سرتېرو د وژنې په قضیو کې لاس لري.