د سوریې حکومتي ځواکونو پر حلب ښار د وسله والو حمله په شاتمبولې

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وایي؛ د سوریې پوځ نن په حلب ښار کې د یاغیانو پر سنګرونو هوایي حملې وکړې او هڅه کوي چې په شمال باندې د وسله والو د بشپړ واک ټینګولو تهاجمې حملې په شا وتنبوي.

څارونکي ډله وایي، په حلب کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې نن سهار هم روانې وې.

وسله والو تېره اوونۍ په شمال کې سترې حملې پیل کړې وې او د حلب ښار په ځینو ناحیو کې د حکومتي ځواکونو پر هدفونو یې په سلګونه توغندي ویشتلي وو.

د سوریې پوځي منابع وایي، د وسله والو حمله په شا تنبول شوي او زیاته مرګ ژوبله یې یاغیانو ته اړولې ده.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وایي؛ یاغیانو د حلب د ښار په لمنو کې ځینې ودانۍ نیولي؛ خو پرمختګ یې ستراتیژیکې اهمیت نه لري.

حلب چې د سوریې دوهم ستر ښار دی؛ د حکومتي ځواکونو او اسلام پالو وسله والو ترمنځ ویشل شوی دی.