پاکستان: اوبو ته د پوځ د ریل د لوېدو په پېښه کې د مړیو شمېر ۱۷ ته لوړ شو

د پاکستان پوځ نن وویل، د پنجاب ایالت د ټرین د مشکوک ټکر د پیښې د مړیو شمیر ۱۷ ته پورته شو.

په ټرین کې د پوځیانو او د هغوی د کورنیو په ګډون؛ له دوه سویو زیاتو کسانو سفر کاوه چې د پنجشنبې په ورځ د یوه پله د چپه کېدو له امله د اوبو کانال ته وغورځیده.

دا پېښه چې د حکومت د یوه وزیر په وینا؛ ممکن د ورانکارۍ عمل وي، وزیر آباد ښارګوټي ته نږدې شوې ده. ټرین د خاریان پوځي ښارګوټي پر لور روان و.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم بجوا نن وویل؛ تر اوسه د ۱۷ کسانو مړي راایستل شوي او د نورو لټون روان دی.

د پاکستان دولتي ټلویزیون وایي؛ په مړیو کې د پوځ یو قوماندان، د هغه میرمن او لور هم شامل دي.

بجوا زیاته کړه، د پيښې له ځایه له اتیاو زیات کسان ژغورل شوې دي.