د پاکستان پولیسو دوه عیسویان د مسلمانانو له هجوم څخه وژغورل

د پاکستان پولیسو هغه عیسوی سړی او د هغه مېرمن د مسلمانانو له هجوم څخه وژغورل چې دین ته د سپکاوې په تورد وژل کېدو له خطر سره مخامخ شوي وو.

دا پېښه چې د پنجاب ایالت په ماکي کلي کې شوې؛ د حکومتي چارواکو د هڅو بری ښیي. په پاکستان کې په ډېرو مواردو کې دین ته د سپکاوي په تور کسان د عامو خلکو له خوا په خپل سر وژل کیږي.

د پولیسو سیمه ییز مشر سهیل ظفر چاترا وایي؛ دغو دوو تنو بې سواده عیسویانو د اعلانونو هغه زړه لوحه چې په عربي ژبه د کالجونو اعلانونه او آیاتونه په کې لیکل شوي وو؛ د بیده کېدو لپاره یې په ځمکه اچولې وه.

د کلي مسلمانان په دې کسانو راټول شول او د هغوی په وهلو یې پیل وکړ. دا بې سواده عیسویان نه پوهېدل چې ګناه یې څه ده.

د پولیسو مشر وایي، پولیسو دا کسان وژغورل او په لاهور کې د عیسویانو ټولنې ته یې تسلیم کړل.