میدان وردګ: په جلریز کې د مخالفینو پر ضد عملیات روان دي

د میدان وردک ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په جلریزولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف عملیات روان دي.

د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې ویلي چې دا عملیات د جلریزبامیان په لویه لار باندې پرافغان پوځیانو د وسله والو مخالفینو له حملو وروسته پیل شوي او ترهغو به دوام کوي چې دا سیمه له مخالفینو پاکه شي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې نښتو کې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي خو مخالفینو ته د اوښتې مرګژوبلې دقیق شمیر نه دی معلوم.