بغلان: د وسله والو مخالفینو پرضد تصفیوي عملیات پيل شوي دي

د بغلان امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د وسله والو مخالفینو پر ضد تصفیوي عملیات پيل کړي دي.

د بغلان امنیه قومندان عبدالجبار پردلي ازادي راډيوته وویل چې دا عملیات نن سهارپیل شوي او تمه ده په نتیجه کې یې د دغه ولایت ځیني سیمې د مخالفینو له وجوده پاکې شي.

په بغلان کې دا عملیات په داسې حال کې پيلیږي چې په ګاونډي کندز ولایت کې یې سختې جګړې وشوې او په نتیجه کې یې ځیني سیمې مخالفینو ونیولې.