شارق: د سرحدي لانجو مخنیوی له سیاسي لارو باید حل شي

د پکتیکا والي امین الله شارق وايي: د سرحدي لانجو مخنیوی د حکومتونو کار دی او له سیاسي لارو باید حل ورته وموندل شي.

ښاغلي شارق پرون [چهارشنبه] د برمل ولسوالۍ ته نږدې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې په اړه وویل:

((د هغوي [پاکستان] قوتونه هم په خپل ځای کې پراته دي او دې خوا ته هم، زموږ قوتونه پرځای دي او د مسالې حل یې تر صلاحیت لوړه خبره ده. دا د بین المللي روابطو او د حکومتو په سطحه خبرې دي چې باید له ډیپلوماټیکو لارو مطرح شي. د افغانستان حکومت به حتمی له پاکستاني لوري سره تماس نیولی وي.))

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايې، په نښته کې یو افغان پولیس وژل شوی دی .

د پکتیکا د والي په وینا، د پيښې د جزئیاتو د څرګندولو لپاره یو پلاوی سیمې ته استول شوی دی.