د پوهنې وزارت د هېواد په ګوټ ګوټ کې له 85 زرو څخه ډيرو ښوونکو ته نمرې ویشلي دي.
د دې وزارت ویاند کبیرحقمل نن په یوه خبرې غونډه کې وویل چې دا پروسه دوام لري او نورو ښوونکو ته به هم نمرې وویشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر برخو کې ښوونکو د امتیازاتو د کموالي له امله په اعتصاب لاس پورې کړی و.