حافظي: د اقتصادي جرمونو د قانون ۴مه ماده به په اقتصادي چارو کې شفافیت رامنځته کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني د بهرنیواړیکو مشر وايي چې د پیسو سپینولو او اقتصادي جرمونو د قانون څلورمه ماده به په اقتصادي چارو کې شفافیت رامنځته کړي.

اذرخش حافظي نن ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد په اقتصادي چارو کې د شفافیت په رامنځته کیدو سره به ډیرې پانګونې ته زمینه برابره شي.

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ دا رد کړه چې د پیسو د سپینولو او اقتصادي جرایمو له قانونه دې څلورمه ماده لرې شي.

د ولسي جرګې غړو ټینګار وکړچې په قانون کې د یادې مادې په شاملیدو سره به له ۸۱ ۱۳کال راهیسې د پيسوله سپینونکو او په غیر قانوني توګه د عوایدو ترلاسه کوونکو سره قانوني چلند وشي.