د کندز د ولایتي شورا غړي وایې چې د دې ولایت د پنځو ولسوالیو د مرکزونو او د کندز له مرکز پرته د دې ولایت ټولې سیمې د وسله والو مخالفانو په کنټرول کې دي.
د کندز د ولایتي شورا مرستیال امرالدين ولي له ازادي راډيو سره په خبرو کې خبرداری ورکړ که چېرې حکومت د دې ولایت د امنيتي وضیعت د بدلون لپاره اقدام ونه کړي دا ولایت به له جدي وضعیت سره مخامخ شي.
دوي همدارنګه وویل چې تر اوسه د کندز د چهاردرې ولسوالي هم په بشپړ ډول د حکومت په کنټرول کې نه ده.
د کندز د ولایتي شورا غړي وایې چې دا مهال د بېلابېلو سیمو اوسیدونکي له خپلو کورونو بې ځایه شوي او په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې څه موده مخکې د دفاع وزارت د چهاردرې ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکړی و.