اندونیزیا: په سوماترا ټاپو کې د لویدلې الوتکې په پیښه کې ۱۳۰ تنه مړه شوي

د اندونیزیا په سوماترا ټاپوکې د یوې پوځي ټرانسپورټي الوتکې د لویدلو په پیښه کې د مړ شمېر۱۳۰ ته لوړ شوی دی.

دا هرکولیس سي ون ۱۳۰ ډوله الوتکه تیره ورځ د سوماترا په میدان ښارکې د استوګنې پرسیمه نسکوره شوه.

د اندونیزیا د هوايي ځواک مشراګوس سوپریاتنا وویل، په الوتکه کې ۱۱۳ کسان سپاره وو او ګمان نه کوي چې څوک په کې ژوندی پاتي وي.

په الوتکه کې پوځیان او د هغوي کورنۍ وې.

سوپریاتنا وویل، د الوتکې پیلوټ له پرواز سمدستي وروسته د تخنیکي ستونزې خبر ورکړ اوغوښتل يې چې الوتکه بیرته هوايې اډې ته راستنه کړي.